کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴):
ایران د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده او اوس مهال د دغه هېواد د اوبو بندونه ۵۷ سلنه خالي شوي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دمګړۍ د ايران بندونه ۲۲ ميليارده او ۲۰ ميليونه مکعب متره اوبه لري.
سرچينې ليکلي، سږ کال د ايران بندونو ته ۲۳ ميليارده او ۲۶۰ ميليونه مکعب متره اوبه داخلې شوي او دغه اندازه د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه کموالي ښيي.
راپور کې راغلي، د څښاک، کرنې، صنعت او نورو اړتياوو د پوره کولو په موخه له بندونو څخه ۲۵ ميليارده او ۵۰۰ ميليونه مکعب متره اوبه پرېښودل شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښيي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د ايران د اوبو کموالی سور حالت ته رسېدلی او د اوبو سپما يې يوازينی حل دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد ولسمشر پزشکيان هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.




