کابل (کوه نور ۲۹ سرطان ۱۴۰۴): ایرانیو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد په یوه غرنۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو په اساس دا خونړۍ پېښه د ایران کاور ښار ته نږدې د یوې غرنۍ سیمې په مربوطاتو کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
ورته مهال د ایران یو شمېر روغتیایې مسوولانو ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیایې حالت نازک دی او ښایې، چې د مړو شمېر نور هم ډېر شي.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې دا نه ده څرګنده شوې، چې د پېښې قربانیان ټول ایرانیان دي او که نورو هېوادونو وګړي هم پکې شته.
ایراني رسنیو ویلي، یاد هېواد کې له تېر یوه کال راپه دېخوا د ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې ایران کې له دې پېښې وړاندې هم ورته خونړۍ پېښې شوي، چې پکې سلګونه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.




