د ایران دولت اعلان کړی، چې د وروستیو لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د وژل کېدو له امله به درې ورځې ملي ماتم ونیسي.
د فرانسې خبري آژانس تېره شپه، یکشنبه، د جنورۍ په ۱۱مه، راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خلکو ته بلنه ورکړې، چې په هغه څه کې چې "د ملي مقاومت لاریون" بلل شوی، ګډون وکړي.
د ایران حکومت دا لاریونونه "بلوا" بللې او له دې سره مبارزه یې "د ایران ملت له امریکا او اسراییلو سره ملي جګړه" ګڼلې ده.
د امریکا د بشري حقونو سازمان هرانا تأیید کړې چې په دې لاریونونو کې تر دې دمه ۴۹۰ لاریون کوونکي او ۴۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر ۱۰ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.
د راپورونو پر اساس، ایران کې د انټرنټ پرېکون له پنجشنبې راهیسې دوام لري او فعالانو خبرداری ورکړی چې د معلوماتو د بهیر محدودیت ممکن د حقیقي تلفاتو او نیونو شمېر تر هغې زیات کړي کوم، چې اعلان شوي دي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ګواښ کړی، چې که د ایران دولت د لاریون کوونکو پر ضد له زوره کار واخلي؛ نو بېلابېلې لاسوهنې به په پام کې ونیسي.
ایران بیا د ډونالډ د خبرو غبرګون کې ویلي، که پرې برید وشي؛ نو د امریکا او اسراییلو پوځي اډې به د سخت غبرګون هدف وګرځي.




