ڪابل (ڪوه نور، ۱۷ جدي ۱۴۰۴): د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري آژانس (HRANA) ویلي، د تیرو لسو ورځو لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي.
راپور کې راغلي، له وژل شویو کسانو څخه ۳۴ لاریون کوونکي وو او دوه نورو له امنیتي ځواکونو سره تړاو درلود.
د ایران چارواکو تر اوسه رسمي تلفات نهدي خپاره کړي؛ خو وایي، چې په دې لاریونونو کې تر دې دمه درې امنیتي کسان وژل شوي دي.
هرانا همداراز ویلي، تر دې دمه له ۶۰ ډېر لاریون کوونکي ټپیان شوي او دوه زره او ۷۶ تنه نیول شوي دي.
د راپورونو پر اساس، دا لاریونونه، چې د اقتصادي بحران له امله پیل شوې، اوس د هیواد له ۳۱ ولایتونو ۲۷ ته غځېدلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د سې شنبې په ماښام، ایراني نیمهرسمي رسنیو راپور ورکړی، چې یو پولیس د ایلام ولایت په مالکشاهي ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو لخوا ویشتل شوی او وژل شوی دی.




