ڪابل (ڪوه نور، ۱۳ جدي ۱۴۰۴): ایران کې د اقتصادي کړکېچ له امله رامنځته شوي پراخ لاریونونه دویمې اوونۍ ته رسېدلي او تر دې دمه پکې شاوخوا اته کسان وژل شوي دي.
د ایران چارواکو د جنورۍ په ۲مه، په دې لاریونونو کې د لږ تر لږه اته کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، که څه هم په تهران کې مظاهرې کمې شوي؛ خو په نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول کلیو کې زیاتې شوې دي.
دا لاریونونه له هغې وروسته تر ټولو لوی لاریونونه ګڼل کېږي، چې مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال په پېښه کې د حجاب د نه مراعات له امله ووژل شوه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه لاریونونه، چې اقتصادي ستونزې یې اصلي لامل دی، دا ځل خلک د ایران د مذهبي حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
په ورته وخت کې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایراني مظاهرهچیانو ملاتړ به وکړي.
بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د دوی امنیتي ځواکونه چمتو دي.




