ڪابل (ڪوه نور، ۲۳ جدي ۱۴۰۴): په ایران کې د روانو کورنیو لانجو او لاریونونو غبرګون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر هغو هېوادونو یې ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه لګولې، چې له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي.
همداراز، د CBS تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، ټرمپ ته د ایران پر ضد د نظامي عملیاتو او پټو استخباراتي اقداماتو بیلابیلې طرحې وړاندې شوې دي.
په ورته وخت کې اروپايي مشران وایي، ایران د روانو پېښو غلط تعبیر وړاندې کوي او دوی د لاریون کوونکو پر ضد د ایران کارول شوي زور زیاتي شدت ته حیران شوي دي.
باید وویل شي، چې دغه وضعیت د ایران دننه او بهر د سختو اندېښنو سبب شوی او نړۍوالې ټولنې د وضیعت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی.




