کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایلن ماسک: نور د ډونالډ په حکومت کې دولتي دندې ته دوام نه ورکوم

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې امریکایې میلیاردر او د پخواني ټوېټر او اوسني اېکس او ټسلا کمپنۍ مشر ایلن ماسک خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره رسمې دندې ته د پای ټکی ایښی دی. ماسک پخپله اېکس پاڼه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې نوره يې د امریکا د دولت د یوه رسمي کارکوونکي په توګه د…

2025-05-28 21:13 107۱ دقیقې لوستل
ایلن ماسک: نور د ډونالډ په حکومت کې دولتي دندې ته دوام نه ورکوم

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې امریکایې میلیاردر او د پخواني ټوېټر او اوسني اېکس او ټسلا کمپنۍ مشر ایلن ماسک خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره رسمې دندې ته د پای ټکی ایښی دی.

ماسک پخپله اېکس پاڼه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې نوره يې د امریکا د دولت د یوه رسمي کارکوونکي په توګه دنده پای ته رسېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس ته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د ماسک د وتلو خبره تایئد کړې او ویلي یې دي چې نوموړي د یاد هېواد پر وخت نن پنج شنبه د شپې د وتلو بهیر پیل کړی دی.

رویټرز د خپلې یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي چې ایلن ماسک د وتلو پر مهال له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نه دې کتلي او دا پرېکړه د یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په کچه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې امریکایې میلیاردر ایلن ماسک د امریکایې حکومت د مؤثریت برخې مشر و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب