کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایمانویل مکرون د فرانسې ملي شورا منحل کړه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپا په انتخاباتو کې له ماتې سره د مخامخ کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ ملي شورا منحل او د جون په ۳۰مه یې د مقننه قوې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده. مکرون په ایلیسی ماڼۍ کې د وینا پر مهال ویلي، د رایو له لارې به د پارلماني راتلونکې انتخاب ترسره شي. هغه زياته کړه، د رايو ورکولو دوه پړاوونه به…

2024-06-09 19:33 108۱ دقیقې لوستل
ایمانویل مکرون د فرانسې ملي شورا منحل کړه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپا په انتخاباتو کې له ماتې سره د مخامخ کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ ملي شورا منحل او د جون په ۳۰مه یې د مقننه قوې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

مکرون په ایلیسی ماڼۍ کې د وینا پر مهال ویلي، د رایو له لارې به د پارلماني راتلونکې انتخاب ترسره شي.

هغه زياته کړه، د رايو ورکولو دوه پړاوونه به د جون په ۳۰مه او د جولای په ۷مه ترسره شي.
نوموړي ویلي، د ملتپالو راپورته کېدل د فرانسې او اروپا لپاره خطر دی.

د فرانسې ولسمشر مکرون وروسته له هغه د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د نویو ټاکنو غوښتنه یې کړي چې د لیپین ښي اړخي ګوند د اروپا په ټاکنو کې د هغه ګوند ته ماتې ورکړه.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب