کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

این بې اېس: په منځني ختیځ کې امريکا د اډو د ترميم لګښت تر ميلياردونو ډالرو رسېږي

این بې ايس خبري شبکې د راپور له مخې، په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د اډو بيا ترمیم لګښتونه به تر ميلياردونو ډالرو ورسېږي.  راپور کې راغلي، ایران په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د هوایي ډګرونو ځغاستليکې (رن‌وې)، پرمختللو راداري سیسټمونو، لسګونو الوتکو، زېرمتونونو، د قوماندې مرکزونو، د الوتکو هانګرونو او د سپوږمک…

2026-04-28 04:17 235۱ دقیقې لوستل
این بې اېس: په منځني ختیځ کې امريکا د اډو د ترميم لګښت تر ميلياردونو ډالرو رسېږي

این بې ايس خبري شبکې د راپور له مخې، په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د اډو بيا ترمیم لګښتونه به تر ميلياردونو ډالرو ورسېږي.

 راپور کې راغلي، ایران په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د هوایي ډګرونو ځغاستليکې (رن‌وې)، پرمختللو راداري سیسټمونو، لسګونو الوتکو، زېرمتونونو، د قوماندې مرکزونو، د الوتکو هانګرونو او د سپوږمکۍ له لارې د اړیکو زیربناوې په نښه کړې دي.

سرچینه زیاتوي، ايران د امريکا پر اډو د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو سربېره د امريکا د هوايي دفاعي سیستمونو په شتون کې د «F-5» جنګي الوتکې بريدونه کړي.

وړاندې لیکل شوي، د راتلونکو لګښتونه له امله ښايي امریکا په په سیمه کې ځینې پوځي اډې وتړي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب