ایوان ګیل: امریکا پر وینزویلا پوځي یرغل کړی
خبریال: فرمان الله زبیرزی د ویزویلا د بهرنیو چارو وزیر ایوان ګیل ویلي، دا مهال وینزویلا د امریکا دسختو هوایي بریدونه سره مخ ده. نوموړي ویلي، چې ولسمشر نیکولاس مادورو په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی. ایوان ګیل زیاتوي، چې د امریکا د برید موخه د وینزویلا د ستراتېژیکو سرچینو، په ځانګړي ډول د دې هېواد…
2026-01-03 04:56 162۱ دقیقې لوستل
خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ویزویلا د بهرنیو چارو وزیر ایوان ګیل ویلي، دا مهال وینزویلا د امریکا دسختو هوایي بریدونه سره مخ ده.
نوموړي ویلي، چې ولسمشر نیکولاس مادورو په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی.
ایوان ګیل زیاتوي، چې د امریکا د برید موخه د وینزویلا د ستراتېژیکو سرچینو، په ځانګړي ډول د دې هېواد د تېلو او کانیزو شتمنیو،نیول دي، تر څو د هېواد سیاسي خپلواکي کمزورې کړي.