د امريکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) د ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ويلي يې وو، د جوبايډن د واکمني پر مهال متحده ايالتونو کې د جرمونو ګراف تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی وو.
همدې حال کې بيا ګارډين ورځپاڼې ليکلي، امريکا د جوبايډن د واکمني پر مهال ۲۰۲۴ زيږديز کال کې تر ټولو امنه دوره لرلې ده.
سرچینې ليکلي، په ياده موده کې د جرم کچه کمه شوې او له ۱۹۶۰ لسیزې وروسته د جرمونو ګراف دغه هېواد کې ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی وو.
دغه راپورونه داسې مهال خپريږي چې ټرمپ د نيويارک په ګډون په ډېرو نورو ښارونو کې د جرمونو د ډېروالي ادعا کړې وه.
ورته مهال بيا د ایفبيای څیړنې ښيي چې، د دغه هېواد په هغه ښارونو کې چې نفوس يې له يو ميليون څخه ډېر دی، د وژنو کچه پکې ۱۹ سلنه کمه شوې وه.
دغه شمېرې د ټرمپ له هغه ادعاوو چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال یې کړې وې، په ټکر چې دي.
ټرمپ بايډن ننګولی وو چې د واک پر مهال یې امريکا د جرمونو له نوې څپې سره مخ ده.




