کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اېکانومېسټ مجله: روسیه ایران ته امريکا پر ضد بې پيلوټه الوتکې ورکوي

 اېکانومېسټ مجلې خبر ورکړی،چې روسیې استخباراتو ایران ته د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو د لېږد پلانونه جوړوي. سرچینې د یو پټ GRU سند د معلوماتو پر اساس ويلي، روسیې ایران ته د زرګونو بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي لېږد طرحې جوړوي، چې په فارس خلیج کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي…

2026-05-08 22:19 205۱ دقیقې لوستل
اېکانومېسټ مجله: روسیه ایران ته امريکا پر ضد بې پيلوټه الوتکې ورکوي

 اېکانومېسټ مجلې خبر ورکړی،چې روسیې استخباراتو ایران ته د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو د لېږد پلانونه جوړوي.

سرچینې د یو پټ GRU سند د معلوماتو پر اساس ويلي، روسیې ایران ته د زرګونو بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي لېږد طرحې جوړوي، چې په فارس خلیج کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.

په راپور کې لیکل شوي، روسیه ايران فایبر-اپټیک ډرونونه، چې د الکترونیکي جګړې پر وړاندې مقاومت لري، او همدارنګه اوږد واټن وهونکي بې‌پیلوټه الوتکې چې د سپوږمکۍ له لارې هدایتېږي دغه هېواد ته ورکوي.

د راپور د معلوماتو له مخې، روسیې دا پلان د امریکا او ایران د جګړې په لومړیو اونیو کې نیولی وو، چې هغه مهال واشنګټن د ځمکنۍ پوځي عملیاتو پر ارزونې بوخت وو.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب