کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

باکپور: د امریکا او اسرائیلو هر ډول کړنې ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواکونو قوماندان، محمد باکپور خبر ورکړی، چې دایران ځواکونه په لوړه کچه چمتوالي کې دي، چې د امریکا، اسرائیلو او د هغوی د مزدورو وسله والو هر ډول غلطې کړنې ته به سخت ځواب ورکړي. باکپور زیاتوي، ټرمپ او نتنیاهو د ایران د ځوانانو قاتلان دي او هغه وحشي جنايات چې دوی او مزدورانو یې ترسره کړی، هېڅکله ه…

2026-01-14 14:10 59۱ دقیقې لوستل
باکپور: د امریکا او اسرائیلو هر ډول کړنې ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواکونو قوماندان، محمد باکپور خبر ورکړی، چې دایران ځواکونه په لوړه کچه چمتوالي کې دي، چې د امریکا، اسرائیلو او د هغوی د مزدورو وسله والو هر ډول غلطې کړنې ته به سخت ځواب ورکړي.

باکپور زیاتوي، ټرمپ او نتنیاهو د ایران د ځوانانو قاتلان دي او هغه وحشي جنايات چې دوی او مزدورانو یې ترسره کړی، هېڅکله هېرېدونکي نه دي.

نوموړی وایي، چې په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.

دد پر وینا، د ایران د ولس یووالی به د سپینې ماڼۍ او تل ابیب د واکمنانو پر ضد د خیالي پلانونو مخه ونیسي او هغوی به د ځواکمن ایران پر وړاندې ناکام شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب