کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برازيل کې د نشه‌یي توکو پر قاچاق‌کوونکو د پوليسو عملياتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي

 برازيلي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د جانيرو په ښار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو پر يوې ډلې بريد کړی چې پکې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژل شوې دي. چارواکو ويلي، دا د برازيل په تاريخ کې تر ټولو خونړي عمليات بلل شوې دي. رويټرز خبر ورکړی چې دغه عمليات د «کومانډو ورمهلو» په نوم د نشه‌يي ت…

2025-10-29 23:20 133۱ دقیقې لوستل
برازيل کې د نشه‌یي توکو پر قاچاق‌کوونکو د پوليسو عملياتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي

 برازيلي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د جانيرو په ښار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو پر يوې ډلې بريد کړی چې پکې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژل شوې دي.

چارواکو ويلي، دا د برازيل په تاريخ کې تر ټولو خونړي عمليات بلل شوې دي.

رويټرز خبر ورکړی چې دغه عمليات د «کومانډو ورمهلو» په نوم د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکو پر يوې ډلې شوي چې د لسګونه کسانو مړي د سيمې د اوسېدونکو له لوري له ځنګلونو را ایستل شوې دي.

همدې حال کې بيا پوليسو ويلي، وژل شوي کسان ټول قاچاق وړونکي وو او په عملياتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه‌ده‌ اوښتې.

ورته مهال بيا د دغه هېواد چارواکو ويلي، دغه عملياتو کې څلور پولیس هم وژل شوي دي‌.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وروسته په همدې ښار کې د ملګرو ملتونو د اقليم نړيواله غونډه او د ښاروالانو غونډه چې پکې د برېتانيا ولیعهد شهزاده ویلیام هم ګډون کوو، دغه عمليات شوي دي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب