کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برازيل کې د يوې الوتکې د سقوط له امله ۱۴ تنه مړه شوي

د نړيوالو رسنيو د راپور په اساس، برازيل کې د يوې کوچنۍ الوتکې د سقوط په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي. رویټرز ليکلي، دغه پیښه تېره ورځ (۱۶ سپتمبر) د بارسلوس په ۴۰۰ کيلومترۍ کې د امازونس ايالت په شمالي برازيل کې شوې.   د رويترز د راپور په اساس د پېښې قربانيان ټول برازيلي ګردش ګران وو. ویلسون ليما، د امازونس ايالت مشر په…

2023-09-17 03:00 138۱ دقیقې لوستل
برازيل کې د يوې الوتکې د سقوط له امله ۱۴ تنه مړه شوي

د نړيوالو رسنيو د راپور په اساس، برازيل کې د يوې کوچنۍ الوتکې د سقوط په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي.

رویټرز ليکلي، دغه پیښه تېره ورځ (۱۶ سپتمبر) د بارسلوس په ۴۰۰ کيلومترۍ کې د امازونس ايالت په شمالي برازيل کې شوې.  

د رويترز د راپور په اساس د پېښې قربانيان ټول برازيلي ګردش ګران وو.

ویلسون ليما، د امازونس ايالت مشر په خپله ټولنیزه پاڼه اېکس ليکلي: «د ۱۲ مسافرو او دوه خادمانو پر مړینه چې د شنبې ورځې پېښه کې مړه شوي، متاسف يم.»

په برازيل کې د « مانايوس اروتاکسی» هوايي شرکت هم د خپلې بيانيې په صادرولو تاکيد کړی چې د پېښې په اړه يې پلټنې جريان لري.

د د‌غه سقوط علت لا تر اوسه ندی معلوم.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب