ڪابل (ڪوه نور، ۱۳ جدي ۱۴۰۴): د برازیل د فدرالي پولیسو چارواکو ویلي، چې د ریو ګرانده دو سول ایالت کې د یوه مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ، د جنورۍ دوهمه نېټه، د سهار ۱۱:۳۰ بجې د سیمې پر وخت د یوې فدرالي لویې لارې پر سر شوې او د پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ځايي چارواکو پر وینا، د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
د پولیسو د شمېرو له مخې، هر کال په برازیل کې سلګونه ټرافیکي پېښې پر لویو لارو رامنځته کېږي، چې ګڼ شمېر کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.




