کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برتانيې، جرمني او فرانسې د ايران د اټومي پروګرام‌ په برخه کې وروستي اقدامات غندلي دي

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسې، برتانيې او جرمني د ايران هغه اقدامات غندلي چې غواړي اټومي پروګرام ته پراختيا ورکړي. د(IAEA) اژانس د راپور له مخې، ايران په دې وروستيو کې د (JCPoA) د پاکولو لپاره اقدامات کړي او دغه راز يې د نتانز د غني کولو لپاره لسګونه پرمختللي سنټرفيوژونه هم نصب کړي دي. يادو هېوادونو دغه را…

2024-06-15 06:11 119۱ دقیقې لوستل
برتانيې، جرمني او فرانسې د ايران د اټومي پروګرام‌ په برخه کې وروستي اقدامات غندلي دي

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسې، برتانيې او جرمني د ايران هغه اقدامات غندلي چې غواړي اټومي پروګرام ته پراختيا ورکړي.

د(IAEA) اژانس د راپور له مخې، ايران په دې وروستيو کې د (JCPoA) د پاکولو لپاره اقدامات کړي او دغه راز يې د نتانز د غني کولو لپاره لسګونه پرمختللي سنټرفيوژونه هم نصب کړي دي.

يادو هېوادونو دغه راز تر ځمکې لاندې د ايران ډ اټومي تاسيساتو په هکله هم اندیښنه ښوولې ده.

دوی ويلي، ايران د ۲۰۱۵ کال د هوکړه لیک له مخې اړ دی ترڅو د خپل محافظت تړون په بشپړه توګه پلی کړي.

دغه هېوادونو د ايران د اټومي تاسيساتو پراختيا خطرناکه بللې.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې امريکا هم له ايران سره د اټومي تاسیساتو د پراختيا په سر مخالفت کړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب