کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بروجردي: مونږ د اوږدې جګړې وړتیا لرو

  د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر علاءالدین بروجردي ویلي، چې دغه هېواد به هېڅکله پر هرمز تنګي خپل کنټرول له لاسه ور نه کړي. هغه ټینګار کړی، چې ایران د پرمختللو وسلو په لرلو سره د اوږدمهالې جګړې وړتیا لري. همهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بېو د لوړوالي له امله د خپلو…

2026-04-29 07:22 96۱ دقیقې لوستل
بروجردي: مونږ د اوږدې جګړې وړتیا لرو

  د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر علاءالدین بروجردي ویلي، چې دغه هېواد به هېڅکله پر هرمز تنګي خپل کنټرول له لاسه ور نه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې ایران د پرمختللو وسلو په لرلو سره د اوږدمهالې جګړې وړتیا لري.

همهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بېو د لوړوالي له امله د خپلو اجراییوي چارواکو او د تېلو د یو شمېر شرکتونو له مسوولانو سره کتلي دي.

د اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، د جګړې له امله د نفتو د هر بېرل بیه ۴۰ اعشاریه ۱۸ ډالره لوړه شوې، چې دغه وضعیت د ټرمپ پر ادارې فشارونه ډېر کړي دي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو او ستراتیژیکو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب