کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بریتانوي رسنۍ: خامنه اي له خپلې کورنۍ سره يو ځای مسکو ته د تېښتې پلان لري

 بریتانوي رسنۍ ټايمز راپور ورکړی چې د ايران مذهبي مشر له خپلې کورنۍ سره يو ځای مسکو ته د تېښتې پلان لري. ټايمز دغه راپور داسې مهال ورکوي، چې ايران کې د اقتصادي بهران پر وړاندې لاريونونه ډېر شوي او په ځينو ښارونو کې ان په تاوتريخوالي اوښتي دي. سرچينې ويلي، که وضعيت له دې هم ترينګلی شي، نو خامنه اي به د خپلې کورنۍ ل…

2026-01-05 03:19 276۱ دقیقې لوستل
بریتانوي رسنۍ: خامنه اي له خپلې کورنۍ سره يو ځای مسکو ته د تېښتې پلان لري

 بریتانوي رسنۍ ټايمز راپور ورکړی چې د ايران مذهبي مشر له خپلې کورنۍ سره يو ځای مسکو ته د تېښتې پلان لري.

ټايمز دغه راپور داسې مهال ورکوي، چې ايران کې د اقتصادي بهران پر وړاندې لاريونونه ډېر شوي او په ځينو ښارونو کې ان په تاوتريخوالي اوښتي دي.

سرچينې ويلي، که وضعيت له دې هم ترينګلی شي، نو خامنه اي به د خپلې کورنۍ له ۲۰ تنو سره مسکو ته پناه يوسي.

که څه هم د ايران حکومت ويلي، چې لاريونونه به کنټرول او ستونزې به حل کړي، خو هلته د لاريونونو کچه د تېرو ورځو په پرتله ډېره شوې او تراوسه پکې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

هاخوا بيا د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، ايران پرته له دې چې امريکا سره معاملې ته چمتو شي، بل انتخاب نلري.

 څه موده وړاندې ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړ، که يې پر لاريونوالو ډزې وکړې، نو مداخله به وکړي، هغه چې ايران وغنده.

دا په داسې حال کې ده چې ايران بيا د بریتانوي رسنيو د دغه ادعاوو په اړه څه نه‌دي ويلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب