کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بریتانیا اعلان کړی، چې د پناه‌ غوښتونکو ملاتړ کموي او د پنا غوښتنې منلو فرصتونه محدودوي

کابل (کوه نور، ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): د برېټانیا حکومت د شنبې په ورځ ویلي، چې یاد هېواد کې د پنا غوښتنې ملاتړ کموي او یاد هېواد کې به د پنا غوښتنې په تړاو نور فرصتونه هم محدود کړي. د برېټانیا حکومت د چارواکو پر وینا، دا نوی طرحه د ناقانونه مهاجرت د کمولو او د افراطي ښي اړخو ډلو د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده. د یاد هېواد د کورنیو…

2025-11-16 00:11 194۲ دقیقې لوستل
بریتانیا اعلان کړی، چې د پناه‌ غوښتونکو ملاتړ کموي او د پنا غوښتنې منلو فرصتونه محدودوي

کابل (کوه نور، ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): د برېټانیا حکومت د شنبې په ورځ ویلي، چې یاد هېواد کې د پنا غوښتنې ملاتړ کموي او یاد هېواد کې به د پنا غوښتنې په تړاو نور فرصتونه هم محدود کړي.

د برېټانیا حکومت د چارواکو پر وینا، دا نوی طرحه د ناقانونه مهاجرت د کمولو او د افراطي ښي اړخو ډلو د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د د پناه‌ غوښتونکو لپاره به د بریتانیا طلایي ټکټ ته د پای ټکی کېږدي.

د حکومت له قوله، دا مهال هغه کسان، چې د پنا غوښتلو حیثیت ترلاسه کوي، دا موقف یې پنځه کاله وي، وروسته کولای شي دایمي استوګنې او بالاخره د تابعیت غوښتنه وکړي.

همداراز د حکومت په دې نوي پلان کې راغلي، هغه پناه‌ غوښتونکي، چې هېوادونه یې خوندي وپېژندل شي، بېرته به خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، هغه پناه‌ غوښتونکي چې دې هېواد کې پنا ترلاسه کوي، باید ۲۰ کاله انتظار وباسي؛ تر څو د اوږدمهاله اقامت لپاره درخواست ورکړي؛ په داسې حال کې، چې اوسنۍ موده یوازې پنځه کاله ده.

راپورونه ښيي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۱۱ زره د پناه‌ غوښتنې درخواستونه ثبت شوي، چې بې‌سابقه شمېرل کېږي.

همداراز، د حکومت هغه قانوني مکلفیت، چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د پناه‌ غوښتونکو ملاتړ ته وضع شوی و، لغوه کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب