د برېتانیا لومړي وزیر کرسټارمر هند ته د خپل سفر په دويمه ورځ له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره ليدلي دي.
دوی په دغه ليدنه کې پر اقتصادي، پوځي او ځينو نورو مسايلو هوکړې کړې دي.
د سټارمر له دفتر په يوه خبر پاڼه کې راغلي، دوی د هغه سوداګري تړون چې څو مياشتې مخکې شوی وو، پر چټکتيا ټينګار کړی، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر توکو تعرفې کمې او لاسرسی ورته اسان شي.
سرچينې ليکلي، له هند سره يې د ۳۵۰ ميليونه پونډو په ارزښت پوځي تړون کړی، چې په بېلابېلو برخو کې به ګډ مرکزونه جوړ کړي.
مودي د دغه تړون هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د برېتانيا مهارت به له هند سره په ګډه يو ځانکړی ګډ ځواک جوړ کړي.
همدې حال کې بیا هند هم برېتانیا کې د ۱.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان کړی د ۶۴ هندي شرکتونو له لوري به وشي او زرګونه تنو ته به پکې د کار کولو زمینه برابره شي.
برېتانیا او هند د ۳۵۰ ميليونو پونډو په ارزښت پوځي تړون لاسليک کړې
د برېتانیا لومړي وزیر کر‌سټارمر هند ته د خپل سفر په دويمه ورځ له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره ليدلي دي.دوی په دغه ليدنه کې پر اقتصادي، پوځي او ځينو نورو مسايلو هوکړې کړې دي.د سټارمر له دفتر په يوه خبر پاڼه کې راغلي، دوی د‌ هغه سوداګري تړون چې څو مياشتې مخکې شوی وو، پر چټکتيا ټينګار کړی، چې ورسره به د دواړو…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



