کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د برېتانیا حکومت نن اعلان کړی، چې فلسطین به په رسمي ډول د یو خپلواک دولت په توګه پېژني، وروسته له هغه چې اسرا..یل د غ.زې ج،ګړې په نږدې دوه کلنه موده کې د اوربند په ګډون شرطونه پوره نه کړل.
د برېتانیا لومړي وزیر کير ستارمر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن، د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ د سولې هیله بېرته راژوندي کولو او د دوه دولتونو د حل لپاره، برېتانیا په رسمي ډول د فلسطین دولت پېژني.
د لندن دا ګام برېتانیا له هغه ۱۴ هېوادونو سره یو ځای کوي، چې لا له وړاندې یې فلسطین په رسمیت پېژندلی؛ خو دا پرېکړه به هم اسرا..یل او هم یې ستر متحد امریکا خپه کړي.
راپورونه وايي چې فرانسه او کاناډا هم ښايي ورته ګام واخلي.
لندن دا پرېکړه د سولې د بهیر د هڅولو او د فلسطینیانو د دولت جوړونې د حق د ملاتړ په موخه کړې ده.




