برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوي
کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد په "نانیتون" ښار کې دوه افغان پنا غوښتونکي پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري، تښتونې او زندۍ کولو په تور نیول شوي دي. د ډیلي میل د راپور په اساس دا دوه تنه افغان پنا غوښتونکي له تېرې سه شنبې ورځې څارل کېدل او د پنج شنبې او شنبې ورځو کې نیول شوي دي. راپور…
2025-08-03 02:23 151۱ دقیقې لوستل
کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد په "نانیتون" ښار کې دوه افغان پنا غوښتونکي پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري، تښتونې او زندۍ کولو په تور نیول شوي دي.
د ډیلي میل د راپور په اساس دا دوه تنه افغان پنا غوښتونکي له تېرې سه شنبې ورځې څارل کېدل او د پنج شنبې او شنبې ورځو کې نیول شوي دي.
راپور کې راغلي، د دې قضیې اصلي تورن ۲۳ کلن احمد ملاخېل دی چې پر نجلۍ یې جنسي تېری کړی او دویم نفر چې دا هم ۲۳ کاله عمر لري نجلۍ ته د زندۍ اچولو او تښتولو په تور نیول شوی دی.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.