کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېتانیه د هغه پنا غوښتونکو د ویستلو لړۍ چټکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې

کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):د برېټانیا د کورنیو چارو وزیر ایویت کوپر ویلي، د هغو پناه غوښتونکو د وېستلو بهیر ګړندی کوي، چې یاد هېواد کې یې پنا غوښتنې رد شوې دي. د جرمني خبري اژانس "ډي پې اې" د کوپر له قوله خبر ورکړی چې د پنا غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې سیستم ورته له پخوانه پاتې او ده ته د منلو وړ نه دی. یو شمېر برېټا…

2025-08-24 00:00 274۱ دقیقې لوستل
برېتانیه د هغه پنا غوښتونکو د ویستلو لړۍ چټکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې

کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):
د برېټانیا د کورنیو چارو وزیر ایویت کوپر ویلي، د هغو پناه غوښتونکو د وېستلو بهیر ګړندی کوي، چې یاد هېواد کې یې پنا غوښتنې رد شوې دي.

د جرمني خبري اژانس "ډي پې اې" د کوپر له قوله خبر ورکړی چې د پنا غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې سیستم ورته له پخوانه پاتې او ده ته د منلو وړ نه دی.

یو شمېر برېټانوي چارواکو هم ویلي، هغه ډله پنا غوښتونکي چې پنا غوښتنې یې رد شوي؛ د دوی په هوټلونو کې استوګن دي او د لګښت بیه یې د دې هېواد مالیه ورکونکي ورکوي.

خبر کې راغلي، د پنا غوښتونکو د ویستلو بهیر کې چټکوالی راوړل د برېټانیا هېواد د پام وړ فشارونه ښیې.

د یادونې وړ ده چې برېټانیا کې دا مهال د افغان پنا غوښتونکو په ګډون نږدې ۵۱ زره کسان ژوند کوي، چې د پنا اخېستلو لومړنۍ غوښتنې یې رد شوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب