کابل (کوه نور، ۷ دلوه ۱۴۰۴): د برېټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي، لندن به په خپله بهرنۍ تګلاره کې د امریکا او چین تر منځ یو لوری انتخاب نه کړي.
سټارمر د دوشنبې په ورځ له بلومبرګ سره مرکه کې، چې چین ته د نوموړي تر سفر مخکې ترسره شوې وه ټینګار وکړ، چې برېټانیا به له امریکا سره خپلې ځانګړې اړیکې وساتي؛ خو د نړۍ د دویم لوی اقتصاد لرونکي هېواد په توګه د چین له پامه غورځول معقول تصمیم نه دی.
هغه ویلي، بریتانیا له متحده ایالاتو سره نږدې سوداګریزې، امنیتي او دفاعي اړیکې لري؛ خو له چین سره اقتصادي فرصتونه هم باید له پامه ونه غورځول شي.
تمه ده چې د بریتانیا لومړی وزیر نن ورځ "سه شنبه جنورۍ ۱۷مه" چین ته سفر وکړي او وروسته جاپان ته ولاړ شي.
د برېټانوي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه به په دې سفر کې د وزیرانو، لسګونو دولتي چارواکو او سوداګریزو مشرانو له یوه پلاوي سره مل وي.
بلومبرګ لیکلي، دا سفر کولی شي د نړۍ په اوسني ناپایدار وضعیت کې د لندن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو او د هغه څه په بیا راژوندي کېدو کې مرسته وکړي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو «طلایي دوره» بلل کېږي.




