کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېټانیا: که اسرائیل بدلون ونه کړ؛ فلسطین پر رسمیت پېژنو

د برېټانیا لومړی وزیر، کې‌یر سټارمر وایي، که چېرې اسرائیل په غزه کې خپل دریځ بدل نه کړ؛ نو لندن به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل مخکې د فلسطین خپلواک دولت پر رسمیت وپېژني.   سټارمر دا څرګندونې په لندن کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال وکړې.    د برېټانیا لومړي و…

2025-09-09 01:32 54۱ دقیقې لوستل
برېټانیا: که اسرائیل بدلون ونه کړ؛ فلسطین پر رسمیت پېژنو

د برېټانیا لومړی وزیر، کې‌یر سټارمر وایي، که چېرې اسرائیل په غزه کې خپل دریځ بدل نه کړ؛ نو لندن به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل مخکې د فلسطین خپلواک دولت پر رسمیت وپېژني.

 

سټارمر دا څرګندونې په لندن کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال وکړې. 

 

د برېټانیا لومړي وزیر دفتر لیکلي، دواړو لوریو په دې کتنه کې د اوربند ټینګېدو، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د روان کال د سپټمبر په ۲۲ نېټه پیل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب