کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېټانیا ګریلینډ ته د خپلو پوځیانو د لېږلو د احتمال ارزونه کوي

د بریټانیا حکومت اعلان کړی، چې له خپلو اروپایي متحدینو سره په ګډه دا ارزوي، چې د قطبي سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره گرینلند ته د پوځي ځواکونو د استولو امکان شته. د "ټلګراف" ورځپاڼې تېره شپه شنبه، د جنورۍ ۱۰مه، راپور ورکړی، چې دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي اندېښنو د راکمولو او د گرینلند په اړه د شخړو د…

2026-01-10 22:53 61۱ دقیقې لوستل
برېټانیا ګریلینډ ته د خپلو پوځیانو د لېږلو د احتمال ارزونه کوي

د بریټانیا حکومت اعلان کړی، چې له خپلو اروپایي متحدینو سره په ګډه دا ارزوي، چې د قطبي سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره گرینلند ته د پوځي ځواکونو د استولو امکان شته.

د "ټلګراف" ورځپاڼې تېره شپه شنبه، د جنورۍ ۱۰مه، راپور ورکړی، چې دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي اندېښنو د راکمولو او د گرینلند په اړه د شخړو د ډېرېدو د مخنیوي په موخه روانې دي.

راپور زیاتوي، د ناټو پوځي قوماندانان د یوه احتمالي ماموریت لپاره پلانونه جوړوي او د بریټانیا چارواکو له آلمان، فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو سره هم وروستیو ورځو کې لیدنې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې ولسمشر ټرمپ مخکې له دې څو ځله له گرینلند سره خپله دلچسپي ښکاره کړې او له دې کبله حتی یې ګواښونه هم کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب