ڪابل (کوه نور، ۱۴ جدي ۱۴۰۴): د برېټانیا د دفاع وزارت ویلي، د برېټانیا او فرانسې هوايي ځواکونو د شنبې په ماښام س...وریه کې د داع،،،ش ډلې یوه مشکوکه ځمکنۍ د وسلو زېرمه بمبار کړې ده.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوېدیځو هېوادونو الوتکې له ۲۰۱۹م کال راهیسې، کله چې داع.،.ش د س..وری،،ې له ډېرو سیمو وویستل شو، په دوامداره توګه ګزمې کوي؛ تر څو د دې ډلې د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.
سرچینې لیکلي، استخباراتي تحلیل ښيي، چې دغه ځمکنۍ زېرمه د وسلو او چاودېدونکو توکو د زېرمه کولو لپاره کارېده او د پالمیرا ښار په شمالي غرونو کې موقعیت لري.
د برېټانیا د دفاع وزارت پر وینا، الوتکو یې له Paveway IV لارښوود بمي توکو څخه کار اخیستی او دغه تأسیساتو ته د ننوتلو تونلونه یې په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، که څه هم تفصیلي ارزونه روانه ده؛ خو لومړنۍ نښې ښيي، چې هدف په بریالیتوب سره ویشتل شوی دی.
برېټانیا ویلي، له برید مخکې دغه سیمه د ملکي وګړو له استوګنې خالي شوې وه او ټولې الوتکې یې خوندي بېرته راستنې شوې دي.




