کابل (کوه نور، ۱۱ سنبله ۱۴۰۴): برېټانیا هېواد د افغانستان په ختیځو ولایتونو "کنړ او ننګرهار" کې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو وګړو سره د یو میلیون پونډو مرستې کولو خبر ورکړی دی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامې په یوه بیان کې ویلي، له دې یو میلیون پونډه مرستې سره به زیانمنو شویو سیمو کې د خلکو لپاره روغتیایې او نورې بېړنۍ مرستې ورسول شي.
دا یو میلیون پونډه، چې لږ تر لږه یو میلیون او درې لکه ډالره کېږي زیانمنو سیمو کې به د ملګرو ملتونو او سره صلیب کمېټې لخوا ولګول شي.
بل پلو د برېټانیا هېواد تر دې مرستې وړاندې هند هم د زلزله ځپلیو لپاره د زر خېمو او ۱۵ ټنه غذایې موادو د مرستې اعلان کړی و.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شانکر پر خپله اېکس پاڼه په مرستو د هغه بار لاریو انځورونه خپاره کړي وو، چې د دې هېواد مرستې پکې بار وې او زیانمنو سیمو ته واستول شوې.




