کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېکس، پېژندنه، د رامنځته کېدو انګېزه او د ډالر لپاره د خطر زنګ

پېژندنه:  د برېک BRIC اصطلاح د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۱ز کې د «جېم اوننیل» له لوري وکارول شوه، هغه مهال جېم اوونیل د یوې امریکايي نړیوالې مالي ادارې «گلډمن ساکس» مشري کوله. جیم چې خپله د UK وزیر هم تېر شوی‌دی، په خپله مقاله کې يې د برازېل، روسیې، هندوستان او چین په اقتصادي منابعو…

2023-09-09 23:12 3۶ دقیقې لوستل
برېکس، پېژندنه، د رامنځته کېدو انګېزه او د ډالر لپاره د خطر زنګ

پېژندنه: 

د برېک BRIC اصطلاح د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۱ز کې د «جېم اوننیل» له لوري وکارول شوه، هغه مهال جېم اوونیل د یوې امریکايي نړیوالې مالي ادارې «گلډمن ساکس» مشري کوله. جیم چې خپله د UK وزیر هم تېر شوی‌دی، په خپله مقاله کې يې د برازېل، روسیې، هندوستان او چین په اقتصادي منابعو او فرصتونو بحث وکړ خو هغه مهال لا ساوت افریقا یا جنوبي افریقا په‌دې گروپ کې نه‌وه چې برېک برېکس شوی‌وای. 

له هغې وروسته بیا په ۲۰۰۹ کې په غیر رسمي ډول او د ولادېمير پوتین په مشوره برېکس رامنځ‌ته شو او لومړنی پېغام يې هم دا وو، چې نړیوال اقتصادي نظم رامنځ‌ته کړي او نړۍ باید د امریکا له هژموني یا انحصاري اقتصادي قدرت څخه خلاصه شي. په ۲۰۱۰ز کې د جنوبي افریقا په اضافه کولو سره، د S توری ور اضافه شو، چې اوسنۍ بڼه يې "BRICS" دی. په دې ډله کې اوس:  برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي.

ولې برېکس رامنځ‌ته شو؟

که لږ مو هم د نړۍ سیاست، اقتصاد او جېوپولېټېکل مسایل مطالعه کړي‌وي، نو دا به درته معلومه شوي‌وي، چې په نړۍ کې د قدرت مرکزونه او قطبونه له لوېديځ یا غرب څخه ختيخ ته د بدلېدو په حال کې دي، حتا ځینو غربي نړیوالو بنسټونه داسې تحلیلونه کړي‌دي، چې تر ۲۰۵۰ پورې به امریکا او لوېديځه نړۍ نور خپل پخوانی اقتصادي او سیاسي ځواک ونه‌لري، او نوي قدرتونه به راڅرگند شي. 

دې حقیقت ته په پام سره د نړۍ د ځینو هېوادونو پام د برېکس اقتصادي اتحاديې ته راوښتی دی، د برېکس غړي هېوادونه غواړي چې د غرب او په ځانگړي ډول د امریکا اقتصادي پالېسۍ او اقتصادي انحصار مات کړي. او د دې اتحادي د غړیو هېوادونو اقتصاد ته په پام سره دا چاره شونې هم ده. 

· د نړۍ ۴۲٪ نفوس دوی دي چې د ځمکې د مخ ۲۶٪ برخه يې نېولې ده. 

· د نړۍ یو په درېیمه GDP  با د نړبوال ناخالص تولید ۳۲٪ د همدې هېوادونو څخه ده. 

· د نړۍ د ۱ پر ۴مې برخې اقتصاد د دې هېوادونو په لاس کې دی. 

BRICS+ د جوړولو وړاندیز د لومړي ځل لپاره په 2022 کې د چین د ولسمشر «شي جین پینگ» له لوري وشو، چې برېکس باید یوازې په ۵ هېوادونو متکي نه‌اوسي، بلکې د نړۍ نور نوظهوره یا Emerging Economy هېوادونه هم  وکولای شي، چې د برېکس غړیتوب ترلاسه کړي. 

 

برېکس څرنگه غرب ته خطر جوړېدای شي؟

لومړی په نړیوال بانک او د پیسو په نړیوال صندوق کې د اصلاحاتو له‌پاره یو موټي کېدل: د برېکس غړي هېوادونه لومړی د نړیوال بانک او بیا د پيسو نړیوال صندوق یا IMF پر وړاندې یو موټی شول او دوی نقد وکړ، چې دا دواړه بنسټونه د غریبو هېوادونو له فقر څخه په استفادې لا دغه غریب هېوادونه ځپي، پر ځای د دې چې اقتصادي ستونزې يې حل کړي، نو لا يې پسې ځپي. 

دوییم، خپل مالي بنسټ رامنځ‌ته کول: د برېکس غړيو هېوادونو په ۲۰۱۴ز کې خپل بانک د نوي پرمختیايي بانک یا New Development Bank چې د برېکس بانک په نوم هم یادېږي، رامنځ‌ته کړ. د یادونې وړ ده، چې د برېکس بانک د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ مېلیارده ډالرو په شتمنۍ سره پیل شو، د دې بانک اصلي دفتر د چین په شانگهای کې موقعیت لري، چې په ۲۰۲۲ز کې يې یو شمېر هېوادونو ته د ۳۰مېلیونو ډالرو پروژې هم تمویل کړې، یو ټکی ته مو پام وي، چې د برېکس بانک NDB او د پیسو نړیوال صندوق IMF  پروسو تر منځ ډېر فرق دی. د برکس بانک مشري «دلما وانا روسف» کوي، هغه له دې وړاندې د برازيل ولس‌مشره هم تېره شوې‌ده. 

 

مگر د ډالر ماتول به دومره اسانه وي؟

امريکايي ډالر چې په تېره نیمه پېړۍ کې خپل ثبات ساتلی دی، ورسره پر اکراین د روسيې له یرغل وروسته چې په اروپايي او امریکايي بانکونو کې د روسي روبل ۳۰۰ میلیارده ارزي شتمني او طلا د امریکا او اروپا له لوري بلاک شوه، او روسیه له مخکې ډالر ته په قار ده، خو پوښتنه دا ده، چې ایا د برېکس نوې کرنسي به ډالر باندې کوم اغېز ولري کنه؟ ځکه لا تر اوسه: 

امریکايي ډالر د نړۍ په ۴۲٪ سوداگریزې معاملاتو کې کارېږي، په‌داسې حال کې چې یورو ۳۲٪ او د چین یان د نړۍ په سوداگرۍ ۲٪ رول لري. د نړۍ ۶۰٪ ارزي پشتوانه ډالر دي. 

لنډه دا چې د برېکس اوسني غړي هېوادونه ځان د مخ پر ودې اقتصاد لرونکیو هېوادونو یو غږ بولي او دا هڅه کوي چې څنگه وکولای شي چې د لوېديځ یا غرب سیاسي او اقتصادي واکمنۍ ته د پای ټکی کېدي. د ۲۰۲۳ز په اگسټ کې دې بلاک خپله ۱۵مه ناسته کې چې د افریقا په جوهانسبرگ کې جوړه شوې‌وه، ایران، سعودي، مصر، ارجنټاین، اېتوپیا او امارات د نویو غړیو په توگه ومنل  او د ۲۰۲۴ز له جنوري څخه به يې بشپړ غړیتوب پیل شي. 

 

د برېکس بانک، د نړیوال بانک بدیل او د ډالر له‌پاره د خطر زنگ

د برېکس غړیو هېوادونو له لورې په ۲۰۱۴ز کې د نوی پرمختیایي بانک (NDB) په نوم بانک اېجاد شو، چې لومړنۍ پانکه يې هم له ۱۰۰ مېلیارد ډالرو اوښتله. جالبه خبره دا ده، چې اوس د برېکس د غړیو هېوادونو له لوري له سعودي سره بحثونه روان دي، چې ددې بانک د تمویل ستره برخه په سعودي ومني، که چېرې داسې وشي، نو د ډالر نړیوال ارزښت بې‌شکه چې له سوال لاندې راځي. امریکا چې له سعودي هېڅ‌کله دا تمه نه‌لرله، چې په برېکس کې به غړیتوب واخلي، خو برعکس سعودي خپله د غړیتوب غوښتنه وکړه، او د ۲۰۲۳ز د اگسټ په ۲۲ يې رسماً غړی اعلان شو. 

د برېکس بانک د پیسو له نړیوال صندوق سره څه توپیر لري؟ که وکتل شي، د پیسو نړیوال صندوق یا IMF لومړی تاته د پور درکولو له‌پاره شرایط ږدي، هغه شرایط باید خپل هېواد کې پوره کړې او بیا به درته قرضه درکوي، خو د برېکس نوی پرمختیايي بانک بیا د پور اخیستو له‌پاره داسې تحمیلي شرایط نه لري او تر څنگ يې د برېکس د غړیو هېوادونو کرنسي ته هم په‌دې بانک د معاملاتو اجازه ورکول کېږي. 

د برېکس د نوي کرنسي د رامنځته کېدو خبره لومړی ځل د برازېل د ولسمشر له لوري مطرح شوه، خو سږ کال دا موضوع د بحث لپاره ځکه نه‌وه ټاکل شوې چې لا هم ډالر په نړۍ خپله پاچايي کوي. 

عبدالوافي نایبزی 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب