کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بسنت: د ترمپ او شي ترمنځ به د ټیک‌تاک په اړه وروستۍ موافقه د لیدنې پر مهال لاسلیک شي

کابل (کوه نور، ۵ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د خزانې وزیر سکات بسنت، ویلي، د ټیک‌تاک د راتلونکې په اړه وروستۍ موافقه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ د لیدنې پر مهال لاسلیک شي. د یکشنبې په ورځ، له «Face the Nation» شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د دې توافق ټول جزئیات د ج…

2025-10-26 22:06 157۱ دقیقې لوستل
بسنت: د ترمپ او شي ترمنځ به د ټیک‌تاک په اړه وروستۍ موافقه د لیدنې پر مهال لاسلیک شي

کابل (کوه نور، ۵ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د خزانې وزیر سکات بسنت، ویلي، د ټیک‌تاک د راتلونکې په اړه وروستۍ موافقه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ د لیدنې پر مهال لاسلیک شي.

د یکشنبې په ورځ، له «Face the Nation» شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د دې توافق ټول جزئیات د جنوبي کوریا له سرمشریزې مخکې نهایی شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا موافقه به د اسیا-پسیفیک د اقتصادي همکاریو سازمان "APEC" د غونډې په څنډه کې، د پنجشنبې په ورځ، لاسلیک شي.

د بسنت پر وینا، د دې توافق هدف دا دی، چې د امریکايي شرکتونو په پانګونې سره، د ټیک‌تاک لپاره یو نوی جوړښت رامنځته شي؛ تر څو د امنیتي اندېښنو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې ترمپ تېره میاشت یو فرمان لاسلیک کړی و، چې له مخې یې، ټیک‌تاک یوازې هغه وخت کولای شي په امریکا کې فعالیت وکړي، چې مالکیت یې امریکایي شرکتونو ته انتقال شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب