د ایران د بهرينو چارو وزیر اسماعيل بقايي ويلي، هېواد يې افغانانو ته د ۲۰۰ زره کاري ويزو طرحه چمتو کړې او دغه راز يې د کډوالو د مدیریت په موخه ځيني اقدامات هم کړي دي
بقايي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې مشر رضا بهرامي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر په سره ليدنه کې افغان کارګرو ته د ۲۰۰ زره ويزو د ورکړې اعلان وکړ.
بهرامي دغه راز ويلي وو، چې هېواد به یې د غیر قانوني کډوالو د قانوني مېشتېدنې لپاره مناسبې حل لارې ولټوي.
همدې حال کې بیا ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، روان زیږدیز کال ايران ۱.۴ ميليونه افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې قطر هم اعلان کړې وو چې له ۲۰۰۰ ډېرو افغان کارګرو ته کاري ويزې ورکوي.
بقايي: افغانانو ته د کاري ويزو د ورکړې طرحه چمتو شوې
د ایران د بهرينو چارو وزیر اسماعيل بقايي ويلي، هېواد يې افغانانو ته د ۲۰۰ زره کاري ويزو طرحه چمتو کړې او دغه راز يې د کډوالو د مدیریت په موخه ځيني اقدامات هم کړي دي‌بقايي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې مشر رضا بهرامي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



