کابل (کوه نور ـ ۲۷اسد ۱۴۰۴)
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي، هېواد یې د اټومي انرژي نړيوال اژانس سره خبرو ته دوام ورکوي.
رويټرز ليکلي، که څه هم له دولس ورځنۍ جګړې وروسته ډ اټومي انرژۍ نړيوال اژانس سره د ايران اړيکې بدلې شوي، خو بقايي يو ځل بيا له دغه اژانس سره د خبرو اعلان کړی دی.
بقايي ويلي، د مذاکراتو بل پړاو ښايي راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.
په همدې حال کې بيا د اټومي انرژي د نړيوال رييس رافايل ګروسي ويلي، ايران کې بايد د هغه اټومي تاسيساتو څارنه وشي چې امريکا بمبار کړي دي.
نوموړي ويلي، دغه اژانس لا هم نه دی توانېدلی چې د هغه زيانمن شويو اټومي تاسيساتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
هاخوا بیا ايران يو ځل بیا ويلي، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي تړون ته ژمن دي او تاکید کوي چې دغه وسلې به په سوليیزه بڼه کاروي
د يادونې وړ ده چې امريکا له اسرایلو سره د ايران د جګړې پر مهال د دغه هېواد درې اټومي مرکزونه بمبار کړي وو.




