کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بقایې: دایران توغندیز پروګرام د مذاکراتو موضوع نه ده

خبريال: فرمان الله زبيرزی   د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایې په تهران کې یو کنفرانس ته ویلي، چې د ایران توغندیز پروګرام یوازې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع لپاره طرحه او جوړ شوی او په دې تړاو له چا سره مذاکرات نه کوي. بقايي ويلي، د ایران دفاعي وړتیاوې د خبرو اترو یا معاملې وړ نه…

2025-12-22 10:47 148۱ دقیقې لوستل
بقایې: دایران توغندیز پروګرام د مذاکراتو موضوع نه ده

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایې په تهران کې یو کنفرانس ته ویلي، چې د ایران توغندیز پروګرام یوازې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع لپاره طرحه او جوړ شوی او په دې تړاو له چا سره مذاکرات نه کوي.

بقايي ويلي، د ایران دفاعي وړتیاوې د خبرو اترو یا معاملې وړ نه دي، دا وړتیاوې د هر ډول احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره رامنځته شوې دي او هېڅ ډول مداخله پکې د منلو وړ نه ده.

د بقایې پر وینا، نړۍوال د ایران دفاعي توغندیز پروګرام د د ګواښ په توګه انځوروي، په داسې حال کې چې د وژنې او ډله‌ییزې ویجاړۍ ستر مقدار لرونکي وسلې اسرائیلو ته لېږدول کېږي.

بقایې همداراز ویلي، چې راپورته شوی رسنیز کمپاین د هغې مرکبې جګړې برخه ده چې اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې د امریکا او د هغې د رسنیزو شبکو په ملاتړ د ایران پر ضد پر مخ وړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب