کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلاروس د امریکا په منځګړیتوب ۵۲ سیاسي بندیان ازاد کړي

کابل (کوه نور، ۲۱ سنبله ۱۴۰۴): بلاروس د امریکا په منځګړیتوب خپل ۵۲ سیاسي بندیان ازاد کړي، چې له امله یې امریکا له مینسک سره د بندیزونو د نرمولو ژمنه کړې ده. د بلاروس ولسمشر "الکساندر لوکاشینکو" اعلان کړی، چې د ازادو شویو ۵۲ بندیانو له ډلې ۱۴ تنه یې بهرني وګړي دي. لوکاشینکو ویلي، د بلاروس له زندانونو یې خپل ۵۲ سیاسي بند…

2025-09-11 22:45 152۲ دقیقې لوستل
بلاروس د امریکا په منځګړیتوب ۵۲ سیاسي بندیان ازاد کړي

کابل (کوه نور، ۲۱ سنبله ۱۴۰۴): بلاروس د امریکا په منځګړیتوب خپل ۵۲ سیاسي بندیان ازاد کړي، چې له امله یې امریکا له مینسک سره د بندیزونو د نرمولو ژمنه کړې ده.

د بلاروس ولسمشر "الکساندر لوکاشینکو" اعلان کړی، چې د ازادو شویو ۵۲ بندیانو له ډلې ۱۴ تنه یې بهرني وګړي دي.

لوکاشینکو ویلي، د بلاروس له زندانونو یې خپل ۵۲ سیاسي بندیان ازاد او هغوی یې لیتوانیا هېواد ته سپارلي دي.

په همدې حال کې د لیتوانیا ولسمشر "ګیتاناس نوسیدا" د پنجشنبې په ورځ د دې ۵۲ بندیانو د سپارلو خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې بالټیک هېوادونه او بلاروس دواړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ مننه کوي، چې د بندیانو د ازادولو په پروسه کې یې مرسته کړې ده.

نوسیدا د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې بندیان د امریکا د استازي له پلاوي سره یوځای لیتوانیا ته اړول شوي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، دبندیانو له ډلې هیڅوک بلاوروس کې دي پاتې شوي او پر وینا یې، چې تېره ورځ ۵۲ بندیان د بلاروس له خنډونو، د اوسپنې له کړکیو او د دوامدارې وېرې څخه د خلاصون په هیله د لیتوانیا پولې ته خوندي اړول شوي دي.

بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بلاوروس هېواده مننه کړې او پر یاد هېواد یې د بندیزونو د کمولو کې ژمنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب