کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ کې د څه د پاسه ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز مارکیټ جوړېږي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت مزارشریف کې د ۷۴۳ میلیونو افغاینو په ارزښت په ۶۰۰ متره مربعه ځمکه کې د سوداګرۍ لپاره اته پوړیزه ودانۍ جوړېږي. اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې مارکیټ کې ۸۷۰ دوکانونه، یو مسجد، څلور ریستورانتونه، یو میلمستون او پارکین…

2025-12-20 04:41 158۱ دقیقې لوستل
بلخ کې د څه د پاسه ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز مارکیټ جوړېږي

خبریال: فرمان الله زبیرزی 

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت مزارشریف کې د ۷۴۳ میلیونو افغاینو په ارزښت په ۶۰۰ متره مربعه ځمکه کې د سوداګرۍ لپاره اته پوړیزه ودانۍ جوړېږي.

اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې مارکیټ کې ۸۷۰ دوکانونه، یو مسجد، څلور ریستورانتونه، یو میلمستون او پارکینګ جوړول شامل دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، د یاد مارکیټ د جوړېدو چارې به د دوه کالو په موده کې بشپړې شي.

د سر چینې د معلوماتو پر اساس، د دغه مارکیټ له جوړېدو سره به د حکومت  خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب