ڪابل (ڪوه نور، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د بلومبرګ نیوز د راپور له مخې، متحده ایالات د روسیې د انرژۍ سکتور پر وړاندې د بندیزونو نوې کڅوړه چمتو کوي؛ ترڅو پر مسکو د اوکراین د سولې وړاندیز د ردولو صورت کې فشار ډېر شي.
یو امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ خو اړوند ادارې دا ډول ګامونو ته تیاری نیسي.
راپور زیاتوي، چې امریکا ښايي د روسیې هغه ټانکرونه په نښه کړي چې د "سیوري ناوگانې" په نوم پېژندل کېږي او له بندیزونو سره سره تېل انتقالوي او همدارنګه هغه سوداګر هم هدف وګرځوي، چې دا راکړه ورکړه اسانه کوي.
سرچینې ویلي، دا بندیزونه ښايي همدا اوونۍ اعلان شي او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ د اروپايي سفیرانو سره هم د دې اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د خزانې وزارت ویاند ویلي، دا خبره ناسمه تعبیر شوې، چې ګواکې پرېکړه شوې لکه څنګه، چې مو مخکې هم ویلي، ټولې لارې خلاصې دي څو ولسمشر ټرمپ د بېمانا وژنو مخه ونیسي او یوې دوامدارې سولې ته لاره هواره کړي.
په همدې حال کې د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کریملین) ویلي، دوی د دې راپور جزیات نه دي لیدلي، خو هر ډول بندیزونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو هڅو ته زیان رسوي.




