کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴): ځایې چارواکو نن ورځ "شنبه، د اسد ۲۵مه" خبر ورکړی چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۲۱ کسان وژل شوي دي.
د سرچینو د مالوماتو په اساس، یادو سیمو کې ژغورونکې ډلې لا هم د خټو لاندې د ایسارو شویو جسدونو د راویستلو هڅې کوي.
د طبیعي پېښو د مدیریت ولایتي ادارې ویلي، د زیانمنو شویو له ډلې ۳۰۷ تنه د خیبر پښتونخوا په غرنیو کې سیمو کې وژل شوي دي.
دغه وژل شوي کسان چې پکې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي د سېلابونو او بارانونو د را وتلو په پایله کې د کورونو د نړېدو له امله وژل شوي او لږ تر لږه ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ایالتي ادارې ویلي، دا هم نږدې ۲۰۰۰ ژغورونکي له خاورو د جسدونو د راویستلو په لټه کې دي او په نهه زیامنو شویو ولسوالیو کې د مرستو د ویشلو په عملیاتو بوخت دي.
د دې ادارې ویاند بلال احمد فیضي ویلي، د درنو بارانونو له امله څو سیمو کې د ځمکې ښوېیدنې او د سړکونو ویجاړېدو د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې طبیعي پېښو کې بونیر، باجوړ، سوات، شانګله، مانسهره او بټګرام غرنۍ سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې اعلان شوې دي.




