د راپورونو په اساس په بلوچستان کې د تېلو یوه ټانکر چاودنه کړې چې له امله یې یو تن مړ او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
مشال راډیو راپور ورکړی چې د ټانکر چاودېدلو دغه پېښه پرون ورځ د بلوچستان په نوشکي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ددغه سیمې پولیسو ویلي چې د تېلو ټانکر هغه مهال وچاودېد چې په سیمه کې د ویلډینګ کارونه روان وو.
پولیسو ویلي وروسته له هغې چې موټر اور واخیست د موټروان له خوا د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره یوې پراخې سیمې ته انتقال شو.
راپورونو کې راغلي یاده پېښه کې ډریور د سختو ټپونو له امله سا ورکړې او ۷۰ تنه چې د پېښې په ځای کې راټول و ټپیان شوي دي.
د مالوماتو په اساس په پېښه کې ټپي شوي وګړي بېلابېلو روغتونونو ته لېږل شوي او د ډېرو روغتیایې وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.




