کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلوچستان کې د مسافرو پر بس بري.د کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په قلات کې یو مسافر وړونکی بس، چې له کراچۍ نه کویټې ته پر لار و تر وس.له وال بري.د لاندې راغلی دی. د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه بري.د، چې پرون ورځ "چهارشنبه، د جولای ۱۵مه" ترسره شوی؛ پکې درې تنه مړه او اووه نور ټپیان…

2025-07-17 02:21 48۱ دقیقې لوستل
بلوچستان کې د مسافرو پر بس بري.د کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په قلات کې یو مسافر وړونکی بس، چې له کراچۍ نه کویټې ته پر لار و تر وس.له وال بري.د لاندې راغلی دی.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه بري.د، چې پرون ورځ "چهارشنبه، د جولای ۱۵مه" ترسره شوی؛ پکې درې تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیایې حالت نازک دی او ښایې، چې د مړو شمېر له دې هم ډېر شي.

بل پلو د بلوچستان پولیسو دا بري.د یو هدفمند بري.د بللی او ویلي یې دي، چې د بري.د د عاملینو په تړاو یې څېړنې دوام لري.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا بري.د په کلکه غندلی او د عاملینو د ژر پیدا کېدو او سزا ورکولو امر یې کړی دی.

باید وویل شي، چې تر دې مهاله د دې بري.د مسوولیت هیڅ کومې ډلې نه دی منلی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب