کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلوچستان کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو په اساس بلوچستان کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. مشال راډیو راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون ورځ د غویي ۲۹مه د بلوچستان د کلا عبدالله په ګلستان سیمه کې د سرحدي ځواکونو یوه مرکز ته نږدې رامنځته شوې چې پکې ۱۱ تنه ټپیان او درې نور وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه چاودنه کې هیڅ کوم پو…

2025-05-19 19:42 18۱ دقیقې لوستل
بلوچستان کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو په اساس بلوچستان کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

مشال راډیو راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون ورځ د غویي ۲۹مه د بلوچستان د کلا عبدالله په ګلستان سیمه کې د سرحدي ځواکونو یوه مرکز ته نږدې رامنځته شوې چې پکې ۱۱ تنه ټپیان او درې نور وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه کې هیڅ کوم پولیس ته زیان نه دی رسېدلی او ۱۴ تنه قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

د یادونې ده چې تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب