د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځ برید شوی، چې په پایله کې یې د یوه افسر په ګډون ۹ پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، وسلهوالو تېره شپه (دوشنبه، د زمري ۲۰مه) په بسیمه سیمه کې د پوځ د چټک غبرګون ځواکونو کاروان ته کمین ونیو او د هغوی پر موټرو یې ډزې وکړې.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته وخت ناوخت دا ډول بریدونه بلوچ آزادي غوښتوونکي کوي.
بل لورته د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې دا له تېرو لسو ورځو راهيسې پر پاکستاني پوځ درېیم لوی برید دی.
تر دې وړاندې په مستونګ کې د پوځ یو ډګروال او په پنجګور کې شاوخوا ۲۰ پوځيان وژل شوي وو.
په بلوچستان کې دا مهال د امنیتي ګواښونو له امله انټرنیټي خدمتونه، د مسافرو بسونو، اورګاډي او بانکونو فعالیتونه بند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بلوچ آزادي غوښتونکې ډله د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
دا ډله د پاکستان حکومت د بلوچستان د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي او وایي، چې د ازادۍ لپاره وسلهواله مبارزه کوي.




