کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلوچ ازادي غوښتونکو ۱۴ پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان په ګوادر سیمه کې بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې د یاد هېواد د پوځ پر موټریز کاروان چاودنه کړې چې په پایله کې یې ۱۴ سرتیري وژلي او د پنځه ملکي کسانو په ګډون یې ۲۱ نور ټپیان کړي دي.د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د « پاسنۍ» په نوم د ګوادر په یو ښارګوټي کې شوې ده…

2023-11-03 21:06 121۱ دقیقې لوستل
بلوچ ازادي غوښتونکو ۱۴ پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان په ګوادر سیمه کې بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې د یاد هېواد د پوځ پر موټریز کاروان چاودنه کړې چې په پایله کې یې ۱۴ سرتیري وژلي او د پنځه ملکي کسانو په ګډون یې ۲۱ نور ټپیان کړي دي.
د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د « پاسنۍ» په نوم د ګوادر په یو ښارګوټي کې شوې ده.
دا سیمه د ایران له پولې سره پرته ده چې د کب نیونکي په نوم هم یادیږي.
بل لورته بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی او د تلفاتو کچه یې لوړه ښوودلې ده.
د بلوچستان په ګوادر او یو شمېر نورو سیمو کې تر ډېره د یادې ډلې او پاکستاني حکومت ترمنځ د هغو کانونو پر سر نښتې رامنځته کېږي، چې د پاکستان د پوځ له لوري چور کېږي.
بلوچ ازادي غوښتونکي وايي، د پاکستان حکومت یې کانونه چور کوي او پر خلکو یې ظلم کوي؛ نو ځکه یې پر وړاندې وسله وال بغاوت پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې بیا د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې هم د چاودنې له کبله ۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب