بلوچ ازادي غوښتونکو په کیچ ولسوالي کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ یې پر پاکستاني پوځیانو د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې پنځه سرتېري یې وژلي او د یو افسر په ګډون یې دوه نور مرګوني ټپیان کړي دي.
بل لورته د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د دوی پر ځواکونو شوی برید منلی؛ خو ویلي یې دي، چې سرتېرو یې په سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال وژلي دي.
له پوځ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د وژل شویو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده، چې تېر کال د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په بیلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو لسګونه بریدونه شوي، چې یوازې په پښتونخوا کې له پنځه سوه ډېر پاکستاني پوځيان او پولیس وژل شوي دي.




