کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بنګلادېش او پاکستان له یوه بل سره د اړیکو د ښه کولو هوکړه کړې

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):بنګلادېش او پاکستان هېوادونو چې له ۱۹۷۱ کال وروسته یې له یو بل سره سخته دښمنې لرله؛ نن ورځ موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېر وخت کړکېچنې اړیکې به بیرته رغوي او سوداګرۍ ته به پراختیا ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې له تېرو ۱۳ کلونو راپه دېخوا لومړنی لوړ رتبه چارواک…

2025-08-24 12:06 251۲ دقیقې لوستل
بنګلادېش او پاکستان له یوه بل سره د اړیکو د ښه کولو هوکړه کړې

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):
بنګلادېش او پاکستان هېوادونو چې له ۱۹۷۱ کال وروسته یې له یو بل سره سخته دښمنې لرله؛ نن ورځ موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېر وخت کړکېچنې اړیکې به بیرته رغوي او سوداګرۍ ته به پراختیا ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې له تېرو ۱۳ کلونو راپه دېخوا لومړنی لوړ رتبه چارواکی دی چې بنګلادېش هېواد ته تللی دی.

ډار په دې لیدنه کې د بنګلادېش د بهرنیو چارو له سلاکار محمد توحید حسین سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خیر ښېګڼې لپاره پراخه ساحه او امکانات موجود دي.

بل پلو بنګلادېشي چارواکو ویلي، یوه مهمه مسله دا ده چې پاکستان باید له یاد هېواد سره د تېرې شوې جګړې پر مهال د کړیو ظلمونو بښنه وغواړي.

د بنګلادېش پلازمېنه ډاکه کې هم ګڼ شمېر خلکو له اسلام اباده غوښتي چې د وژنو د تېرې جګړې د وژنو څخه دي بښنه وغواړي.

بل پلو د بنګلادېش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسن ویلي، چې د بښنې غوښتلو مسله پر ځای پاتې شوه؛ خو پر وینا یې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا موافقه شوې ده.

حسن همداراز ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتی

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب