کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بنګلدېش پریمېئر لیګ؛ د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): په بنګله‌دېش پريمېئر ليګ "BPL" کې يوه زړه‌بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې، چې پکې د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی دی. د بنګله‌دېشي رسنيو د راپور له مخې، محبوب علي له لوبې وړاندې خپلو لوبغاړو ته تمرين ورکاوه، چې ناڅاپه پرې د زړه حمل…

2025-12-27 04:35 225۱ دقیقې لوستل
بنګلدېش پریمېئر لیګ؛ د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): په بنګله‌دېش پريمېئر ليګ "BPL" کې يوه زړه‌بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې، چې پکې د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

د بنګله‌دېشي رسنيو د راپور له مخې، محبوب علي له لوبې وړاندې خپلو لوبغاړو ته تمرين ورکاوه، چې ناڅاپه پرې د زړه حمله راغلې ده. 

د راپورونو پر اساس، سره له دې چې محبوب علي ته په ميدان کې سمدلاسه CPR ورکړل شو، خو بېرته ژوندی نشو.

سرچینې لیکلي، نوموړی د امبولانس له لارې روغتون ته ولېږدول شو؛ خو هلته يې هم ډاکټرانو د مړينې تصديق وکړ.

باید وویل شي، چې نن د بنګله‌دېش پريمېئر ليګ په سلهټ ښار کې د ډهاکه کيپيټلز او راج‌شاهي وارئيرز ترمنځ سيالي روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب