د یاد هېواد د رسنیو د خبر له مخې، پوځي چارواکو له نوموړې په یو ساعت کې د استعفاء غوښتنه کړې وه چې پرته له استعفاء هند ته تللې ده.
بلخوا هندي رسنیو ویلي، نوموړې له هند څخه فنلینډ ته اوښتې خو له دې هخوا یې معلومات نشته.
ورته مهال د دغه هېواد خلکو د لومړۍ وزیرې په تېښته درې ورځې جشن او رخصتي اعلان کړې ده.
د راپورنو له مخې د پوځ مشر د نوي حکومت د جوړولو لپاره له ګوندونو، سیاسیونو او مدني فعالانو سره په خبرو بوخت دی.




