کابل (کوه نور، ۳۰ مېزان ۱۴۰۴): د اسرایلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو د ملي امنیت مشاور ستاچي هانګبي له دندې ګوښه کړی او پر ځای به يې د امنیت شورا مرستیال مشر «ګیل رایخ» د لنډ وخت لپاره د دغه مقام سرپرست وټاکل شي.
د اسراییلو د ملي امنیت سلاکار تساچي هانګبي ویلي، چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو هغه له دندې ګوښه کړی دی.
د نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې د ملي امنیت د شورا مرستیال مشر، ګیل رایخ، به د شورا سرپرست مشر وټاکل شي.
هانګبي د سهشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسرایلو صدراعظم نتنیاهو ورته خبر ورکړی، چې غواړي د ملي امنیت شورا لپاره نوی مشر وټاکي.
د نوموړي پر وینا، له همدې امله، یې د سلاکار او د شورا د مشر دنده پای ته رسېدلې ده.
تر دې وروسته د نتنیاهو دفتر یوه بله اعلامیه خپره کړه، چې پکې راغلي و، صدراعظم بنیامین نتنیاهو له تساچي هانګبي څخه د دریو کلونو خدمت کولو مننه کړې او ورته د راتلونکو هڅو او روغتیا هیله لري.
د یادونې وړ ده، چې د هانګبي له دندې لرې کول له څو اونیو راهیسې د نتنیاهو او د ده ترمنځ د اختلافاتو له امله تمه کېده، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې پر سر.




