کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير: پاکستان سره مو جګړه تېری نه؛ بلکې دفاع ده

د بهرنيو چارو وزير کابل کې له مېشتو سفيرانو، د اروپايي ټولنې او ځينو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه ماتي مجلس کړی دی. دغه وزارت پر اېکس ليکلي، امير خان متقي په دغه ليدنه کې ويلي، د افغانستان له لوري د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي اقدامات تېری نه؛ بلکې د هېواد دفاع ده او دغه اقدام د افغانستان مشروع حق دی. متق…

2026-03-09 05:04 144۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير: پاکستان سره مو جګړه تېری نه؛ بلکې دفاع ده

د بهرنيو چارو وزير کابل کې له مېشتو سفيرانو، د اروپايي ټولنې او ځينو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه ماتي مجلس کړی دی.

دغه وزارت پر اېکس ليکلي، امير خان متقي په دغه ليدنه کې ويلي، د افغانستان له لوري د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي اقدامات تېری نه؛ بلکې د هېواد دفاع ده او دغه اقدام د افغانستان مشروع حق دی.

متقي دغه راز ويلي، افغانستان پر ديپلوماسي باور لري او ورته ژمن دی؛ خو د بريد په صورت دفاع خپل حق بولي.

نوموړي دغه راز د منځني ختيځ د روان وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب