کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بوسفورس تنګي ته نږدې د روسیې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ باندې برید شوی

  تور سمندر کې بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د  روسيې «التورا» په نوم ټانکر باندې برید کړی، چې د نووروسییسک بندر څخه یې تېل لېږدول  نړۍ والو رسنيو خبر ورکړی، دا برید د بوسفورس تنګي څخه شاوخوا ۱۵ میله لرې ترسره شوی او یاد ټانکر شاوخوا یو میلیون بېرله تېل لېږدول.په راپور کې راغلي، چې دا بېړۍ…

2026-03-26 04:40 193۱ دقیقې لوستل
بوسفورس تنګي ته نږدې د روسیې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ باندې برید شوی

  تور سمندر کې بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د  روسيې «التورا» په نوم ټانکر باندې برید کړی، چې د نووروسییسک بندر څخه یې تېل لېږدول

 نړۍ والو رسنيو خبر ورکړی، دا برید د بوسفورس تنګي څخه شاوخوا ۱۵ میله لرې ترسره شوی او یاد ټانکر شاوخوا یو میلیون بېرله تېل لېږدول.
په راپور کې راغلي، چې دا بېړۍ د روسیې د «سیوري بېړیو» (Shadow Fleet) برخه ده او د سیرالیون تر بیرغ لاندې استانبول ته روانه وه.

د راپورونو له مخې، د بېړۍ پل (Bridge)، د انجن خونه زیانمن شوي، بېړۍ ته اوبه دننه شوي او عملې د مرستې بېړنی پیغام يې هم (Distress Signal) خپور کړی.

دا د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه پنځمه ورته پېښه ده، چې پکې د روسیې له تېلو سره تړلې بېړۍ په نښه کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب